لوړو زده کړو وزارت د ۲۲ څلورم او پنځم رتبه بستونو لپاره ازموینه واخیسته
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو ریاست کار اهل ته د سپارلو ...
۱۴۰۵ تله ۲۳

د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو ریاست کار اهل ته د سپارلو په موخه، د دغه وزارت مرکز ۱۴ او کابل پوهنتون ۸ څلورم او پنځم رتبه بستونو لپاره، له شاوخوا ۱۰۹۲ داوطلبانو څخه د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیسته.
د یادې ازموینه په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې لوړو زده کړو وزارت همېشه خپل خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې ډکوي. محترم معین صاحب ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه.
د یادونې وړ ده چې د تحریري ازموینې پایلې به ډېر ژر اعلان او له کامیابو کسانو څخه به تقریري ازموینه هم واخیستل شي.
Latest News
No News Found!