عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام مولوي هبةالله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی ورعاه ته
۱۴۰۵ لړم ۲۷

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام مولوي هبةالله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی ورعاه ته، د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د وردګ پوهنتون له لوري په کابل پوهنتون کې «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز کنفرانس» په دویمه ورځ، د وزیرانو شورا یو شمېر غړو، د مستقلو ادارو رئیس صاحبانو، یو شمېر والي صاحبانو، د ملک مشهورو شیوخ کرامو، د دیني جامعاتو او پوهنتونونو استاذانو په ګډون ۳ زره کسانو له لوري د «شیخ الاسلام» لقب ورکړل شو.
د یاد کنفرانس دویمه ورځ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په مبارک حضور سره پیل شوه، د کنفرانس دایرونکو او ګډونوالو ته یې د دعاء تر څنګ، وویل چې د دې کنفرانس لپاره لیکل شوې مقالې د افغانسان مسلمانانو او ټول اسلامي امت د رهنمايي لپاره ډېر ارزښت لري. دغه راز ویې ویل چې په دې کنفرانس کې چې هر چا خدمت کړی، الله تعالی دې ورته په في سبیل الله جهاد کې حساب کړي او الله تعالی دې د مسلمانانو او ټول امت لپاره د خیر او برکت ذریعه وګرځوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه وویل چې د افغانستان یوه لوېشت ځمکه هم د بل چا په لاس کې نه ده، یو کامل حاکمیت او قیادت رامنځته شوی دی، نو د دې علماء کرامو مسؤلیت دی چې خلکو ته وعظ او نصېحت وکړي او ویې ویل د امیر احترام او ملاتړ د رعیت احترام او ملاتړ دی او نن چې دې علماء کرامو او استاذانو د فرامینو ملاتړ کړی، دوی په دې سره د فتنو دروازې بندوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه علماء کرامو ته په خطاب کې وویل، چې د اسلامي نظام تر څنګ ودریږي، د مسلمانانو او اسلامي نظام مسؤلینو ته وعظ او نصحېت وکړي، مسلمانانو ته دین ورسوي او ویې ویل چې امربالمعروف او نهي عن المنکر د هر مسلمان دنده او مسؤلیت دی او که په دې لاره کې ووژل شي، نو بهترین شهید دی.
د ا.ا.ا زعیم استاذانو ته په خطاب کې یې وویل چې عصري علوم به د دې لپاره زده کوئ، چې د مسلمانانو خدمت پرې وکړئ، خو د عصري علومو تر څنګ به ضروري دیني علوم هم زده کوئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه وویل: «ما هم پخوا او هم اوس د مسلمانانو د حفاظت لپاره خپل سر وقف کړی دی.» او ویې ویل چې ما دې علماوو ته وویل چې د فتنې په بندولو کې ځانونه قرباني او شهید کړئ.
د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې ۳ زره شیوخ کرامو، علماء کرامو، د دیني جامعاتو او پوهنتونونو استاذانو او څېړونکو له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره خپل بیعت هم تجدید کړ.
Latest News
No News Found!