د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د وردګ پوهنتون له لوري «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه
۱۴۰۵ لړم ۲۷

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د وردګ پوهنتون له لوري «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز کنفرانس» په درېیمه ورځ په لسو محلونو کې د علماء کرامو، استادانو او څېړونکو له لوري (۱۳۲) څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.
په هر محل کې د مقالو وړاندې کولو پیل د یوه مشر مسؤل او عالم په پرانیستې وینا سره وشو، چې په لومړي محل (تمیم انصاري رضي الله عنه) تالار کې د کابل جهادي مدرسې مشر استاد شیخ الحدیث محمد اسماعیل رحماني د امراوو او رعیت پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل چې امرا باید د رعیت حقوق پوره کړي، امنیت راولي، د ملک سنګرونه محکم وساتي او پر رعیت شفقت وکړي او شفقت دا دی چې فرمانونه ورته صادر کړي.
محترم رحماني صاحب وویل چې فرمانونه یوازې اوس نه دي صادر شوي، بلکې په اسلام کې ډېره مخینه لري او د خلفاوو په وخت کې هم فرمانونه صادرېدل. نوموړي زیاته کړه چې د علماوو مسؤلیت دا دی چې د امیر فرمانونه نورو خلکو ته تشریح کړي او خلک یې اطاعت وکړي.
همدارنګه له اجنډا سره سم د محل مسؤل، مرستیال او ژوري هئیت تر څارنې لاندې په منظم ډول مقالې وړاندې شوې، له څېړونکو پوښتنې وشوې او د ګډونوالو تر منځ بحثونه ترسره شول.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په دغه کنفرانس کې عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه په خپل حضور سره، د وردګ پوهنتون دغه نوښت وستایه او ګډونوالو ته یې عالمانه وینا وکړه.
Latest News
No News Found!