د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو ــ علمي څېړنیز کنفرانس، د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېد

د یاد کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د وزیرانو شورا ...

۱۴۰۵ لړم ۲۸

د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو ــ علمي څېړنیز کنفرانس، د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېد

 

د یاد کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د وزیرانو شورا یو شمېر غړو، د مستقلو ادارو رئیس صاحبانو، معین صاحبانو د یو شمېر والي صاحبانو، شیوخ کرامو، علماء کرامو، د دیني جامعاتو او پوهنتونونو استاذانو او محقیقینو ګډون کړی و. 

په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په علمي چارو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام علامه هبةالله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی ورعاه له ملاتړ او د کنفرانسو د ګډونوالو، له څېړنو او همکارۍ څخه د مننې تر څنګ، د الله تعالی حمد او شکر ادا کړ. 

محترم شیخ صاحب وویل چې دغه کنفرانس مو د نظام د استحکام لپاره دایر کړی و، ځکه د امیر په اطاعت، ملاتړ او د هغه د فرمانونو، قوانینو او هدایاتو په عملي کولو سره، د نظام استحکام رامنځ ته کېږي او د مسلمانانو ملاتړ د امیر ملا ټینګوي او ارادې یې قوي کوي.

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر وویل چې په دغو فرامینو او قوانینو سره هر وزارت او اداره قوي کېږي، نه یوازې امیر، نو ځکه هر وزارت او ادارې د شریعت په رڼا کې قوانین جوړ کړي دي. 

محترم شیخ صاحب وویل چې دغه ډول کنفرانسونه او پکې تر سره شوې څېړنې، د دښمنانو او کافرانو منفي تبلیغات، فاسدې او باطلې ارادې کمزوري کوي او د هغوی باطلې نظریې له منځه وړي. 

همدارنګه محترم شیخ صاحب د علماء کرامو له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او یې ویل: «تاسو علماء کرام د نظام اساسي ارکان یئ، هېڅ عالم له نظام څخه بېګانه نه دی، همېشه به د نظام ملاتړ کوي، مشورې به ورکوي او هدایت به ورته کوي او د دوی په ملاتړ به دغه نظام تقویه کېږي.»

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان علماوو او محقیقینو له لوري به، ستر کتابونه لیکل کېږي او ویې ویل چې اوس د دې زمینه برابره شوې چې موږ پر مهمو موضوعاتو تحقیقات وکړو او د اسلام او اسلامي نظام لپاره بنیادي کارونه ترسره کړو. 

همدارنګه د کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د کابل ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد وویل چې زموږ د نظام په رأس کې علماء کرام دي، خو دوی هم نېکو مشورو ته ضرورت لري. 

دغه راز د مرکزي دارالأفتاء رئیس شیخ القرآن والحدیث سردار محمد صاحب د علماء کرامو په موقف، اهمیت او مسؤلیت خبرې وکړې او ویې ویل چې په هر عصر کې دا دین علماوو ساتلی او اوس به هم دا دین او نظام ساتي.  

همدا راز د جنوبي زون د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ القرآن والحدیث نورالله منیر صاحب وویل، چې علماء کرام به د دین په رسولو کې زحمتونه ګالي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په ډېرو مشقتونو دا دین رارسولی دی. 

همدارنګه د کنفرانس په پای مراسمو کې یو پرېکړه لیک صادر شو، چې د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ټول فرامین، قوانین او هدایات له شریعت سره سم دي، ټول علماء کرام به د فرامینو او قوانینو په عامه پوهاوي کې برخه اخلي او مسؤلین او علماء کرام به یې پر خپل ځان او ادارو کې عملي کوي، چې ټولو ګډونوالو یې د تأیید، ملاتړ او عملي کولو ژمنه وکړه. 

د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس ته شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه هم تشریف راوړی و، چې د کنفرانس رسمي دعوت شویو ۳ زره ګډونوالو علماء کرامو او ستاذانو له لوري د «شیخ الاسلام» لقب ورکول شو او بیعت یې ورسره تجدید کړ.  

هېره دې نه وي چې د دې څلور ورځني کنفرانس لپاره چې د وردګ پوهنتون له لوري جوړ شوی و او شاوخوا درې زره  رسمي علماء کرامو او استاذانو پکې ګډون کړئ وو د علماء کرامو، استاذانو او محقیقینو له لوري (۱۸۷۶) مقالې لیکل شوې وې، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته (۹۴۷) مقالې منل شوې وې او یو شمېر یې په کنفرانس کې وړاندې شوې او همدا راز منل شوې مقالې د «موسوعة ‌المقالات‌ العلمیة‌ حول فرامین أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه في تطبیق‌ الشریعة الاسلامیة» تر عنوان لاندې په (۷۵) جلده او لنډیزونه یې په (۶) جلده کتابونو کې چاپ شوي دي.

Latest News

No News Found!