د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو څېړنیزو پروژو نندارتون جوړ او د ممتازو محصلانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو څېړنیزو پروژو نندارتون او د ممتازو محصلانو ...

۱۴۰۵ لیندۍ ۵

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو څېړنیزو پروژو نندارتون جوړ او د ممتازو محصلانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو څېړنیزو پروژو نندارتون او د ممتازو محصلانو ستاینغونډه د ا.ا.ا لوړ رتبه مسؤلینو، د سکتوري ادارو استازو، د لوړو زده ‌کړو وزارت رهبري پلاوي، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، استادانو، محصلانو او یو شمېر مېلمنو په ګډون ترسره شوه.
په یاد نندارتون او غونډه کې د لوړو زده ‌کړو وزارت مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي دغه نندارتون او غونډه د ممتازو محصلانو د ستاینې او د هغوی د څېړنیزو لاسته ‌راوړنو د نندارې لپاره ارزښتناک فرصت وباله او ویې ویل چې افغانستان د انساني وړتیاوو، استعدادونو، مناسبو اقلیمي شرایطو او پراخو طبیعي سرچینو لرونکی ملک دی او باید له دغو امکاناتو څخه د څېړنې، نوښت او د کانونو د سالم استخراج له لارې په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.
محترم معین صاحب وویل چې د یوه جامع پلان، پیاوړې ارادې او د علمي نوښتونو د ملاتړ له لارې کولای شو د ملک او اسلامي امت اړتیاوې پوره او د پوهنتونونو علمي کچه لا لوړه کړو. 
همدارنګه د لوړو زده ‌کړو وزارت د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په برکت د ټولنې، پوهنتونونو، ښوونځیو او مدارسو ترمنځ واټن له منځه تللی دی. نوموړي د تحصیلي مرکزونو په رهبرۍ کې د دیني علماوو حضور او په دیني او عصري علومو کې د استادانو تخصص ته په اشارې سره، دا چاره د یووالي، اتفاق او متقابل منلو یوه ښه بېلګه وبلله.
دغه راز د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رئیس مولوي محمد موسی فاروق د دې برنامې هدف د ممتازو محصلانو ستاینه او د هغو محصلانو د علمي او عملي پروژو معرفي کول وبلل، چې د ابتکار او نوښت له لارې یې ارزښتناکې طرحې وړاندې کړې وې.
د غونډې په پای کې نندارې ته د وړاندي شویو څېړنیزو پروژو د ارزونې پایلې اعلان او له هغو محصلانو څخه، چې د ابتکار او نوښت له لارې یې بریالۍ علمي او عملي پروژې وړاندې کړې وې، ستاینه وشوه او په ځانګړو ډالیو وستایل شول.
د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې د ۱۴۳محصلینو له لوري ۷۳ پروژې له تخصصي او مسلکي ارزونې وروسته نندارې ته وړاندې شوې.

Latest News

No News Found!