د کندهار ابراهیم النخعي ؒ جامعې د افتاء او قضاء څانګې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال له یولسمې دورې څخه، ۶۵ متخصص مفتیان فارغ او د ټولنې د خدمت په موخه وړاندې شول.

۱۴۰۴ مرغومی ۲۸

د کندهار ابراهیم النخعي ؒ جامعې د افتاء او قضاء څانګې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال  له یولسمې دورې څخه، ۶۵ متخصص مفتیان فارغ او د ټولنې د خدمت په موخه وړاندې شول.


یاد متخصصین د دوه کلونو منظم درسي چاپیریال په بهیر کې د پیاوړو شیوخ کرامو له خوا د خورا منظم مهال ویش په پام کې نیولو سره خپل مسلکي درسونه پای ته رسولي دي.
په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د حضرت محمد مصطفی ﷺ په جامع مسجد کې ترسره شوه، د کندهار د ابراهیم النخعي ؒ جامعې رئیس استاد قاضي دوکتور عبدالصادق غزنوي، د ا.ا.ا د سترې محکمې قضايي مرستیال او د یادې جامعې استاد شیخ‌ الحدیث مولوي نورالله منیر او نورو جیدو علماء کرامو د کندهار د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو مسؤلین، د فارغ شویو علماء کرامو د کورنیو غړو او سلګونو کسانو پکې ګډون کړی و.
 د غونډې په پیل کې د کندهار د ابراهیم النخعي ؒ جامعې رئیس استاد قاضي دوکتور عبدالصادق غزنوي فارغو علماوو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د علم پر ارزښت خبرې و کړې او فارغ شویو فاضلانو ته یې مهمې توصې وکړې.
نوموړي خپلو خبرو کې یې فارغانو ته وویل: «تاسو د دې ټولنې لارښوونکي یاست او څه چې مو زده کړي دي باید خلکو ته یې ورسوئ.»
د سترې محکمې قضايي مرستیال او د یادې جامعې استاد شیخ ‌الحدیث مولوي نورالله منیر هم خپلو خبرو کې د اسلامي نظام په تینګښت کې د مجاهدینو قربانیو ته په اشارې سره وویل: « دا د هغو شهیدانو د وینو او قربانیو برکت دی چې د اشغال د ختم لپاره یې خپل ځانونه قرباني کړل او نن د الله سبحانه و تعالی په فضل او د هغوی په برکت موږ او تاسو دلته سره راټول یو او د دستاربندۍ په موخه د اسلامي نظام تر چتر لاندې دومره لویه غونډه جوړه شوې ده.»
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د فقهي علم پر ارزښت، د فارغ شویو فاضلانو پر مسؤلیتونو، د علم پر رسونه او په ټولنه او نظام کې د افتاء او قضاء پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې په ټول افغانستان کې ۹ دینې جامعې فعالیت لري، چې ګڼ شمېر فاضلان پکې پر زده کړو بوخت دي او دغه فاضلان به وروسته له فراغت څخه د متخصصینو په توګه مختلفو ادارو کې استتخدام شي.

Latest News

No News Found!