د هلمند امام محمد رحمه الله دیني جامعې د افتاء او قضاء څانګو د لومړۍ دورې ۲۵ تنو متخصصو فاضلانو فراغتغونډه ترسره شوه

۱۴۰۴ مرغومی ۲۸

د هلمند امام محمد رحمه الله دیني جامعې د افتاء او قضاء څانګو د لومړۍ دورې ۲۵ تنو متخصصو فاضلانو فراغتغونډه ترسره شوه

 

په یاده فراغتغونډه کې د هلمند ولایت والي، د علماوو شورا رئیس، د هلمند د دیني جامعې او د هلمند پوهنتون مسؤلینو، د جهادي مدرسې مهتمم، شیوخ کرامو، علماء کرامو، د بېلا بېلو ادارو استازو، استادانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

د هلمند د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې د اسلامي نظام په برکت، اوس خلک علماوو ته ډېر په احترام قایل دي او ټولو علومو خپل ارزښت ساتلی دی.
هغه وویل، ځوانان مو باید د خپل علم او مسلک سره دیانت ته لومړيتوب ورکړي، ځکه داسې علم او فن، چې انسان د اخیرت څخه غافلوي او زړه سختوي، دا علم مزموم دی.

همدارنګه د هلمند والي مولوي امان الدین منصور د امن په فضاء کې د متخصصو فاضلانو په فراغت خوښي وښوده او ویې ویل، چې الله تعالی د اسلامي نظام په برکت افغانستان کې وحشتونه او بربریتونه یې ختم کړل او موږ باید د دې نظام په ساتنه کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړو.
دغه راز د هلمند د جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث مولوي محمد عیسی بریالي د شل کلن اشغال پر مهال د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو د قربانیو یادونه وکړه، چې په برکت یې اسلامي نظام قائم شو. هغه فارغو فاضلانو ته په خطاب کې وویل، اوس وخت رارسېدلی، چې تاسو د دین پر رسۍ خپلې منګولې لا ټينګې کړئ او د ولس د خیر او حق لپاره کار وکړئ. 
د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابو احمد د خپلو خبرو پرمهال فارغو فاضلانو ته مبارکي وویله او ترې ویې غوښتل، چې د الله تعالی شکر ادا کړي. نوموړي وویل « تېرو وختونو کې افغانان له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وو او پر ډلو او سمتونو وېشل شوي وو، چې استادانو هم په سختو شرایطو کي هڅه کوله، خو د ملاتړ د نه شتون او منابعو د کمښت له امله یې کارونه محدود وو.»
د هغه په وینا، چې اوس الحمدلله د اسلامي نظام په برکت، د نورو ستونزو ترڅنګ، دغه ستونزې هم حل شوې دي، اوس پوهنتونونه او مدرسې یو هدف لپاره کار کوي او ترمنځ یې هېڅ ډول توپیر نشته.
د فراغتغونډې په پای کې فاضلانو ته د دستار فضیلت پګړۍ ور پرسر شوې او د فراغت سندونه وکړل شول.

Latest News

No News Found!