۱۴۰۴ مرغومی ۲۹

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني د کاتب پوهنتون دغه اقدام وستایه، استادانو او محصلینو ته یې وویل چې تاسو د افغانستان معنوي سرمایه یاست او کولی شئ د خلکو ستونزې حل کړئ.
محترم معین صاحب وویل چې محصلین باید له فراغت وروسته کار آفرین واوسي او د راتلونکو نسلونو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې په اسلام کې ټنبلي نشته او انسانان یې کوښښ ته هڅولي دي.
وروسته د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبدالطیف نظري، د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ترجمې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د کاتب پوهنتون رئیس پوهنیارعلي احمد یوسفي د یاد کنفرانس پر ارزښت، اړتیا او په افغانستان کې د کاري فرصتونو، شته ظرفیتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان بېلابېلو امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو له لوري رالېږل شوې ۴۴ علمي ـ څېړنیزې مقالې منل شوې وې، چې ۲۶ یې په دغه کنفرانس کې وړاندې شوې.
هېره دې نه وي چې په دغه کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي، د مالیې، کار او ټولنیزو چارو، عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو استازو او همدا راز کابل ښاروالۍ او یو شمېر نورو امارتي او خصوصي ادارو استازو، د کاتب پوهنتون مشرتابه پلاوي، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو ګډون کړی و.
Latest News
No News Found!