۱۴۰۴ مرغومی ۲۹

یاده فراغتغونډه چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوه د لوړو زده کړو محترم وزیر د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او عدلیې وزیرانو د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبانو د ديني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس، استادانو او مسؤلینو د مرکزي پوهنتونونو مسؤلینو د افغانستان د بېلا بېلو سيمو شيوخو کرامو علماء کرامو او د فارغو فاضلانو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی و.
غونډې ته د وینا پرمهال د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، فارغانو ته د مبارکې ویلو تر څنګ، د علم په مقام او ارزښت خبرې وکړې او هغوی یې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
محترم شیخ صاحب د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: "اوس په کتابونو باندې د نورې اسلامي نړۍ د علماء کرامو نومونه دي او د هغوی لخوا لیکل شوي دي، خپلو فاضلانو او ځوانانو ته مو هیله ده، چې راتلونکو نسلونو لپاره ښه علمي کتابونه ولیکي او د علم په ډګر کې د افغانستان نوم روښانه کړي."
همدارنګه د عدلیې وزیر محترم شیخ عبدالحکیم شرعي فاضلانو توصیې وکړې او ترې ویې غوښتل چې له تخصصي زده کړو وروسته وسپارل کېدونکو مسؤلیتو کې دیانت په نظر کې ونیسي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانانو د قربانیو موخه د شرعي نظام قایمول وو او اوس چې شرعي نظام لرو، نو باید د نظام او مسلک تقدس وساتو.
دغه راز د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محترم شیخ محمد خالد حنفي د دیني ارشاداتو په رڼا کې وویل چې له تعلیم څخه تربیه او له علم څخه عمل غوره دی او له فارغانو یې وغوښتل، چې زده کړی علم عملي کړي. د هغه په وینا چې په زده کړي علم عمل کول، له سړي فقیه جوړوي.
په غونډه کې د کابل د علماوو شورا رئیس خلیفه صاحب دین محمد د یادې جامعې استادانو شیخ خواجه لطف الله او شیخ نقیب الله هم د علم ارزښت او فقاهت په اړه قراني او نبوي ارشادات بیان کړل او فارغو فاضلانو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه جامعې رئیس شیخ محمد اکبر فضلي په خپله وينا کې ميلمنو ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ فارغو فاضلانو ته مبارکي وويله او له ټولو ميلمنو يې مننه وکړه چې غونډه کې يې برخه اخيستې وه.
په پای کې د فارغو فاضلانو دستاربندي ترسره او د فراغت تصدیقونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې له یادې جامعې او څانګې څخه يې په څلورمه دوره کې ۹۸ تنه فاضلان د افتاء او قضاء له تخخصي زده کړو وروسته فارغ شول.
Latest News
No News Found!