۱۴۰۴ سلواغه ۴

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب څو ورځې وړاندې عمان سلطنت ته د خپل رسمي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل. یاد سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې د عمان سلطنت له مختلفو پوهنتونونو څخه د لیدنو تر څنګ مو د یاد مملکت د لوړو زده کړو له مسؤلینو او د پوهنتونونو رهبریو سره د افغانستان او عمان تر منځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
محترم شیخ صاحب زیاته کړه چې لله الحمد، الله تعالی موږ ته سوچه اسلامي نظام راکړی، چې شکر یې باید اداء او د هر اړخیز پرمختګ لپاره یې هلې ځلې وکړو.
وروسته د تېرې شورا د پرېکړو لنډ راپور وړاندې شو او د اجنډا سره سم د افغانستان په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د بیرون مرز محصلینو د جذب، فوق لېسانس برنامو ته د محصلینو د جذب او اړوندو چارو د تنظیم لارښود، د اداراتو د روان کال د چارو ارزونې او راتلونکي کال پلانونو د لوړو زده کړو وزارت ترتیبب شوي ستراتيژيک پلان تايد او د طبي پوهنځیو د محصلانو د ستاژ او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه د شورا د غړو ترمنځ بحثونه او اړینې پرېکړې وشوې.
Latest News
No News Found!