۱۴۰۴ سلواغه ۱۱

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر صاحب، د حج او اوقافو وزارت معین، د پکتیا ولایت والي، د خوست جهادي مدرسې مهتمم، د پکتیا ولایت مسؤلینو، د پکتیا پوهنتون او عبدالله ابن مبارک رحمه الله رهبري پلاوي، استادانو، فارغ شویو فاضلانو او راغلو مېلمنو برخه درلوده.
په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغ التحصیل فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ، د یادو فاضلانو په روزنه کې د دې جامعې د رهبرۍ او استادانو هڅې وستایلې.
محترم شیخ صاحب یادو فاضلانو ته د هغوی د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ورته ویې ویل چې تاسو به د نورو مسلمانانو او ټولنې په اصلاح او دین ته د هغوی په رابللو کې کوښښ کوئ او زیاته یې کړه چې علماء کرام په دې اسلامي نظام کې د الله تعالی د دین د ښه تطبیق، ټولنې ته د اسلامي نظام حقیقي څېرې وړاندې کولو او همدا راز د دې نظام کلکې دفاع لپاره کار وکړي.
د لوړو زده کړو محترم وزیر یادو فارغو فاضلانو ته وویل چې د ټولنې اړتیا مطابق او علمي کچې لوړاوي په موخه علمي تحقیقات ترسره کړي.
دغه راز د حج اوقافو وزارت معین شیخ عزیزالرحمن منصور خوښي وښوده چې په ملک کې دیني جامعې فعالې دي او د تخصص په کچه فاضلان فارغوي.
جوړې شوې فراغتغونډې ته د خوست جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین حسیني تر فراغت وروسته د یادو متخصصو فاضلانو پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او ورته ویې ویل چې تاسو د ټولنې پر وړاندې د انسان او مسلمان د اخلاقو او نورو برخو جوړونې او اصلاح مسؤلیت پر غاړه لرئ.
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۱۲مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۱۱مه
۲۰۲۶م، د جنوري ۳۱مه
Latest News
No News Found!