د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري د کونړ ولایت لپاره منظور شوې جامعه د لوړو زده کړو وزیر له لوري افتتاح شوه.

۱۴۰۴ سلواغه ۱۳

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري د کونړ ولایت لپاره منظور شوې جامعه د لوړو زده کړو وزیر له لوري افتتاح شوه.


د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کونړ ولایت د افتاء او قضاء څانګې تخصص جامعه افتتاح کړه.
په کونړ سید جمالدین افغاني پوهنتون کې د یادې جامعې افتتاح مراسمو کې د کونړ ولایت مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رئيس شيخ عبدالقهار صديقي، د جهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث مولوي رحمت الدين مدني، د خوست ولايت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ صاحب افضل حسين حسيني د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دغې جامعې سرپرست شيخ عبدالمالک نيازي، د ولايتي ادارو رئيسانو، علماء کرامو، د ياد پوهنتون مرستيالانو، استادانو، اداراي کارکوونکو او ګڼ شمېر قومي مخورو برخه لرله.
په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ  صاحب وویل چې د دې جامعاتو د ایجاد اساس د دې لپاره شوی چې زموږ د محکمو چارې معیاري شي او له دې جامعاتو فارغان کولی شي په عدلي نظام، اوقافو، مدارسو او پوهنتونونو کې ښه خدمت وکړي. 
د لوړو زده کړو وزیر وویل چې موږ په عصري علومو کې د ماسټري او دوکتورا برنامې لرو او په همدې ډول په دیني برخو کې هم باید د تخصص برنامې ولرو او زیاته یې کړه چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د افتاء او قضاء تخصص څانګه فعاله ده چې دا دي نن مو په کونړ ولایت کې هم یاده څانګه افتتاح کړه. د یادونې وړ ده چې یادې جامعې د ودانۍ د جوړولو چارې هم پیل شوې. 

Latest News

No News Found!