د شمال شرق زون (۱۶) پوهنتونونو او یوې جامعې لپاره «د پلان، راپورونو او احصایې ترتیبول» تر عنوان لاندې ورکشاپ دایر شو.
۱۴۰۴ سلواغه ۱۴

د لوړو زده کړو وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست پلاوي له لوري په کندز پوهنتون کې د شمال شرق زون (۷) امارتي (۱۱) خصوصي او امام قتیبه بن سعید رحمه الله (کندز) جامعې لپاره «د پلان، راپورونو او احصایې ترتیبول» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دغه ورکشاپ کې د یادو پوهنتونونو د پلان اړوند مسؤلینو ته د پلان د ارزښت، د پلان ترتیب شویو مراحلو، د پلان له پلي کولو څخه د کلني راپور وړاندې کولو او د ربعوارو راپورونو د ترتیب شویو فارمټونو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
Latest News
No News Found!