د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما دیني جامعې رهبرۍ، استادانو او فاضلانو سره ناسته وکړه

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په یاده ناسته ...

۱۴۰۵ غویی ۹

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما دیني جامعې رهبرۍ، استادانو او فاضلانو سره ناسته وکړه


د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په یاده ناسته کې چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مسؤلینو هم حضور درلود، پر کونړ ولایت د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او زیاته یې کړه چې په دې ډول بریدونو د افغانانو روحیه نه خرابیږي او تر دې په سختو حالاتو کې هم فاضلانو، محصلینو او زده کوونکو خپلو درسونو ته دوام ورکړی دی. 
دغه راز محترم شیخ صاحب د علم پر ارزښت خبرې وکړې او فاضلانو ته یې وویل چې الله تعالی تاسو ته ښه فرصت درکړی، خپل وخت ضایع نه کړئ، ځکه انسان علم کمال ته رسوي او زیاته یې کړه چې زموږ بزرګانو او مشایخو به تل له علم سره تعلق ساته او تاسو به هم د ژوند په ټول دوران کې له مطالعې څخه نه لرې کېږئ.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر فاضلان له استادانو سره بحث او مناقشې کولو، زیاتې مطالعې او په خپلو منځونو کې د درسونو تکرار ته وهڅول. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د یادې جامعې لپاره د جوړېدونکې ودانۍ له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما دیني جامعه څه موده وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري په کونړ ولایت کې ایجاد شوه، چې اوسمهال د افتاء او قضاء تخصص په څانګو کې فاضلان پکې په زده کړو بوخت دي. 

Latest News

No News Found!