د کابل پولي تخنیک پوهنتون پنځه کلن پلان جوړولو څلور ورځنۍ غونډه د ا.ا.ا مشرانو په ګډون سره پیل شوه

د یادې غونډې په پرانیستې مراسمو کې د ا.ا.ا مشرانو مسؤلینو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ...

۱۴۰۵ غویی ۱۴

د کابل پولي تخنیک پوهنتون پنځه کلن پلان جوړولو څلور ورځنۍ غونډه د ا.ا.ا مشرانو په ګډون سره پیل شوه


د یادې غونډې په پرانیستې مراسمو کې د ا.ا.ا مشرانو مسؤلینو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوي، استادانو، د انجنیري برخې متخصصینو، د ذیربطو وزارتونو او ادارو استازو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و. 
په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل چې لوړو زده کړو وزارت مکلفیت لري او متعهد دی چې د ټولنې او اداراتو لپاره د اړتیا وړ مسلکي کسان وړاندې کړي او زیاته یې کړه چې موږ داخلي پروژې په خپلو استادانو او انجنیرانو تطبیقوو او هڅه مو دا ده چې په دې برخه کې خودکفا شو. 
محترم شیخ صاحب په دغه غونډه کې د ذیربطو ادارو ګډون، مرسته او همکاري وستایله او ویې ویل چې د اسلامي امارت د اداراتو تر منځ د تعاون، همکارۍ او همغږۍ فضاء ډېره ځواکمنه ده.
همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مخکني وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل چې په پلان کې باید د پلان تطبیق لپاه تدابیر ونیول شي او د پلان پر وړاندې د راتلونکو خنډونو له منځه وړلو لپاره حلارې وړاندې شي.
دغه راز د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور کابل پولي تخنیک پوهنتون د افغانستان لپاره مهم وباله او ویې ویل چې اسلامي امارت په خودکفایۍ تمرکز کړی او د دې لپاره یې د ملک په داخل کې د خپلو کادرونو روزنه او ظرفیت لوړونه روانه کړې ده. 
همدا راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس مولوي محمد موسی فاروق او یو شمېر نورو ویناوالو د اوږدمهاله پلان جوړولو پر ارزښت خبرې وکړې. 
د دغې غونډې موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د افغانستان وزارتونو، ادارو او خصوصي سکټور اړتیاوو ته په کتو د پنځه کلن پلان جوړول دي، چې په څلورو کاري ورځو کې به د پوهنتونونو استادان، د ذیربطو وزارتونو او ادارو استازي په ګډه بحث پرې وکړي. 
د یادونې وړ ده چې کابل پولي تخنیک پوهنتون اوسمهال د انجنیري په برخو کې ۸ پوهنځي، ۳۲ څانګې، ۱۴ د ماسټري او ۲ د دوکتورا برنامې او برحاله ۵ زره محصلین لري، چې هر کال سلګونه متخصص انجنیران فارغوي. 

Latest News

No News Found!