د داوطلبۍ د بلنې اعلان

1405/8/5           
د آب رسانۍ د لومړي فاز پروژې د اعلان په مورد کې!

د داوطلبۍ شمیره: MOHE/WU/1405/NCB/W-02

 وردګ پوهنتون ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي مرکز د آب رسانۍ د لومړي فاز پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې ګډون وکړي، او د پروژې شرطپاڼه د (۵۰۰)پنځه سوه افغانیو په بدل کې د وردګ پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه په سافټ/هارډ بڼه ترلاسه کړي. خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د درج شویو مشخصاتو په نظر کې نیولو سره د نافذه قوانینو او طرزالعملونو مطابق په سرتړلي ډول د اعلان د خپریدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ کال (د عقرب میاشتې تر دوهمې) نېټې، د سهار تر نهه نیمو بجو پورې وردګ پوهنتون ریاست ته چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د دشت ټوپ په سیمه کې موقعیت لري وړاندې کړي ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ ندي.  

 د یادونې وړ ده؛ چې د آفر پرانیستې غونډه د وردګ پوهنتون د تحقیقاتو مرکز د غونډو په تالار کې د اعلان د خپریدو له نېټې څخه د لسو ورځو په تیریدو سره  د ۱۴۰۵کال د عقرب میاشتې په (۲) نېټه د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو مخکې له غرمې ترسره کېږي، د میدان وردګ ولایت د ملي راډیو تلویزون د محترم آمریت څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د پورته اعلان کټینګ د ورستیو کړنو په موخه وردګ پوهنتون ته را واستوي.