د تدارکاتو اعلان
1405/8/6
د فورم نمبر(P_ 01)
د کابل پوهنتون ریاست د تهیه او تدارکاتو آمریت په ۱۴۰۵مالي کال کې د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د لابراتوار د اړینو وسایلو او موادو د تهیه او تدارک پروژه د پرانیستې داوطلبۍ له لارې قرارداد ته وړاندې کوي، ټولو په شرایطو وړ شرکتونو ته دعوت ورکوي، تر څو د یادې پروژې چې د(MOHE/KU/16/1405/G /NCB) تشخیصیه نمبر درلودونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، د یادې پروژې د شرطپاڼې او آفر سافت دې د یادې ادارې د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت څخه په فلش کې ترلاسه کړي، خپل آفرونه دې په شرطپاڼه کې د درج شویو شرایطو مطابق چې په پاکټ کې مهرولاک شوي وي، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري، هغه آفرونه چې له یادې نېټې څخه وروسته راوړل کیږي او یا د انترنټ له طریقه را لیږل کیږي د قبول وړ نه دي.
د یادې پروژې د داوطلبۍ جلسه د اعلان د نشر له نېټې څخه (۱۰) تقویمي ورځې وروسته په (۱۰:۰۰) بجو د تهیه او تدارکاتو آمریت چې د کابل پوهنتون ریاست د ترانسپورت پارکینګ څنګ ته د تهیه او تدارکاتو دهلیز راسته لاس کې په (۵) نمبر اطاق کې تر سره کیږي.