د تدارکاتو اعلان

1405/8/6           
پوهنځیو او اداری شعباتو ته د کمپیوټر، پرنټر، ال سي ډي او الکترونیکی وسایلو

د فورم نمبر(P_ 01)

د کابل پوهنتون ریاست د تهیه او تدارکاتو آمریت په ۱۴۰۵مالي کال کې د کابل پوهنتون مختلفو پوهنځیو او اداری شعباتو ته د کمپیوټر، پرنټر، ال سي ډي او الکترونیکی وسایلو د تهیه او تدارک پروژه د پرانیستې داوطلبۍ له لارې قرارداد ته وړاندې کوي، ټولو په شرایطو وړ شرکتونو ته دعوت ورکوي، تر څو د یادې پروژې چې د(MOHE/KU/17/1405/G /NCB)  تشخیصیه نمبر درلودونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، د یادې پروژې د شرطپاڼې او آفر سافت دې د یادې ادارې د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت څخه په فلش کې ترلاسه کړي، خپل آفرونه دې په شرطپاڼه کې د درج شویو شرایطو مطابق چې په پاکټ کې مهرولاک شوي وي، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر (۱۱) تقویمي ورځو د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري، هغه آفرونه چې له یادې نېټې څخه وروسته راوړل کیږي او یا د انترنټ له طریقه را لیږل کیږي د قبول وړ نه دي.

د یادې پروژې د داوطلبۍ جلسه د اعلان د نشر له نېټې څخه (۱۱) تقویمي ورځې وروسته په (۱۰:۰۰) بجو د تهیه او تدارکاتو آمریت چې د کابل پوهنتون ریاست د ترانسپورت پارکینګ څنګ ته د تهیه او تدارکاتو دهلیز راسته لاس کې په (۵) نمبر اطاق کې تر سره کیږي.