خبرتيا!

1405/9/7           
مستشفی عمر تدریسی روغتون لپاره د طبي تجهیزاتو قرارداد

قندهار پوهنتون رياست غواړي د خپلو ضرورتونو د پوره کولو په موخه د مستشفی عمر تدریسی روغتون لپاره د طبي تجهیزاتو قرارداد وکړي، که څوک د ذکر سوي قرارداد د کولو خيال ولري خپل غوښتنليکونه دي د قندهار پوهنتون اړوند د تدارکاتو آمريت ته د جواز او تذکرې سره يوځاي د روان کال د قوس مياشتي د  9 نېټې څخه بيا د قوس د مياشتي تر 13 نېټې پوري وسپاري او خپل آفر دي ترلاسه کړئ شرطپاڼه کتلاي سي، د آفر د خلاصولو نېټه د قوس د مياشتي 14 نېټه د شنبې ورځ پر ۱۰ بجو د قندهار ولايت مقام اړوند د مالي او اداري رياست په دفتر کي جلسه دايريږي آفرونه د هيئت په حضور کي خلاصيږي قرارداد په بند آفر سره ترسره کيږي داوطلب دي خبر وي.