البیرونی پوهنتون کې د محصل محورۍ روزنې د ښو پایلو پر اساس (O.B.E-S.C.L) روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د یاد پوهنتون رییس پوهنمل ډاکټر عبدالقهار سروري په استادانو ټینګار وکړ چې د محصل محورۍ روزنه چې ښه پایله ولري پلي کړي او د دغې برنامې بډایه کېدو له پاره یې اصلاحي وړاندیزونه وړاندې کړل.
وروسته د البیروني پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی ډاکټر فریدون کریمي د نوموړې برنامې ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې تحصیلي سیستم باید د محصل محورۍ روزنې د ښو پایلو پر اساس عیار شي.
د نوموړې برنامې لهپاره (۱۵) تنه استادان په پام کې نیول شوي چې د یوه تن ماسټر ټرېنر او پنځو نورو استادانو په همکارۍ پرمخ ځي.
البیروني پوهنتون د هېواد له هغو اکاډمیکو ځایونو څخه دی، چې نږدې ۳۰٪ استادانو یې دغه برنامه لیدلې ده.