داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

سرلیک: د بدخشان پوهنتون سرور روم ته د انجینرۍ پوهنځي د نوري فایبر کېبل د نښلولو پروژه

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: :  MOHE/G0VD-ON/1400/NCB/G-041

د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د بدخشان پوهنتون سرور روم ته د انجینرۍ پوهنځي نوري فایبر کېبل د نښلولو پروژې په بهیرکې ګډون وکړي، خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، قانون او د ا. ا. ج. تدارکاتو طرزالعمل  سره سم په  تړلې بڼه وړاندې کړي.

د اړوند شرطپاڼې اصول:

له www.npa.gov.af www.ageops.net  وېب‌پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ، او د آفرونو سپارلو نېټه تر۱۴۰۰/۱/۷ د سهار ۱۰:۰۰ بجو پورې چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده تر سره کېږي. وروستي رسیدلي او انټرنېټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو پرانیست غونډه د ۱۴۰۰/۱/۷ نېټې، ‌شنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د لوړو زده‌کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفرپرانستلو تالار کې چې څلورمه کارته، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري، جوړېږي.

د آفر تضمین :

د آفر تضمین د بانکې ګرنټۍ په بڼه (۱۴۰۰۰) څوارلس زره افعانۍ دی.

د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه تر۲۸ ورځې ډېر وي، یعنې چې آفر د آفر د پرانستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ دی.

د بانک تضمین دې د شرط‌پاڼې اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره، چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي، وړاندې شي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید دقیق او پرته له قلمي اشتباه څخه وي.

د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی چمتو شي، د هغې کاپي او سکن د منلو وړندي او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي، د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دي.

یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او داوطلبۍ اسنادو ترمنځ  توپیر وي نو په شرط پاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده.

د اړیکې شمېره:  ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت په . . .

Back to tenders