داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

سرلیک: د  ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د دوه ډوله تېلو (ډیزل او پټرول) د تهیه او تدارک پروژه

 

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره:  MOHE /1400/NCB/G-2953/Re-Bid 

لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د  ۱۴۰۰ مالي کال  لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د دوه ډوله تېلو( ډیزل او پټرول) د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون وکړي، خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، قانون او د ا. ا. ج. تدارکاتو چلنلارې سره سم په  سرتړلې بڼه وړاندې کړي.

د اړوند شرطپاڼې اصول:

له  www.npa.gov.af ، www.ageops.net ويبپا‌ڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د آفرونو سپارلو نېټه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۸مې نېټې د سهار ۱۰ بجو پورې چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده، تر سره کېږي. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو پرانیستغونډه د ۱۴۰ کال د چنګاښ ۸مه نېټه د سې ‌شنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې ترسره کېږي چې کارته چهار، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري.

د آفر تضمین:

د آفر تضمین د بانکې ګرنټي په بڼه ( 241,000) دوه سوه او یو څلوېښت زره افعانۍ دی.

د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.

د بانک تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره وړاندې شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید کره وي کومه قلمي تېروتنه ونه لري.

د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چمتو شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي نو د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.

 

یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرطپاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په ۱۴۰۰ کال غبرګولي ۳۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.

د اړیکې شمېره:  ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۱:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د پروژې سرلیک: د لوړو زده کړو وزارت منښت سالون د پراختیا طرحه

د داوطلبۍ د بلنپاڼې شمېره MOHE /1400/ /W-2832 :

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۷:۱۰
Background image

د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د تړون خبرتیا

موضوع: د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د ریاست او دغه ریاست د تدریسي کلینیکونو بیارغونې او ساتنې او رنګولو پروژه.

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د هلمند لوړو زده کړو موسسې د نجونو لیلیې د دېوال جوړولو پروژه

د داوطلبۍ د بلنې شمېره  MOHE/1400 /W-3242

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د هلمند لوړو زده کړو موسسې د نجونو لیلیې د دېوال جوړولو په پروژه کې ګډون وکړي . . .

Back to tenders