داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي شعبو 39 قلمه روغنیات او د وسایطو د فلترونو د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-027
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د وزارت مرکزي شعبو 39 قلمه روغنیات او د وسایطو د فلترونو د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې یې ګډون کړی و او د اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي وي. خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۱ کال د میزان ۱۶ نېټې تر سهار ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ.
ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (۲۹۰۰۰) دوه نوي زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر د تضمین موده باید د اعتبار وړ له مودي څخه ۲۸ ورځې زياته وي، یعنې د افرونو د بیا خلاصولو له تاريخ څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د ميزان ۱۶مه نېټه د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کي، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
الکترونیکي ادرس: saririnasrat90@gmail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د میزان میاشتې په ۶ نېټه سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.