داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو ریاست لپاره د عکسونو، ويډيوي کېمرې او اړونده اړتیا وړ لوازماتو اخېستلو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-032
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو ریاست لپاره د عکسونو، ويډيوي کېمرې او اړونده اړتیا وړ لوازماتو اخېستلو پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې.
خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱ کال د عقرب ۷مې نېټې پوري، چې د شنبې په ورځ د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (29،000)نهه ويشت زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د عقرب ۷مه نېټه د شنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د ميزان میاشتي په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست دفتر کې دايرېږي.