د استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې د بورډ ناسته ترسره شوه
د استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې د بورډ ناسته ترسره شوه.
1400/8/ 19 چهارشنبه
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې ریاست د بورډ غړو په لومړي سر کې د یاد ریاست د سرپرست رییس په توګه ښاغلي شاکر وحیدي ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب او موفقیت دعا وکړه.
ورپسې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې سرپرست رییس استاد شاکر وحیدي د پوهنتونونو د ارزونې، بیا کتنې او اعتبار ورکوونې د مخکینۍ طرحې په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې په پروسه کې د شاملو پوهنتونونو د بیا کتنې او ارزونې لپاره باید لازم اقدامات ترسره او چمتوالی ونیول شي.
همداراز په یاده ناسته کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې د بورډ غړو لخوا د اجندا مطابق په ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.