د افغانستان اسلامي جمهوریت کابينې د لیسانس دورې د زده کړو او د لوړو زده کړو وزارت د دندو د تنظیم مقررې په پرنسیب کې تایید کړې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۴:۵۲
کابینه

د کابينې یاده غونډه نن ماښام د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر ریاست لاندې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه.

د اجنډا مطابق د عدليې وزیر د لیسانس دورې د زده کړو مقرره او د لوړو زده کړو وزارت د دندو د تنظیم مقرره جلسې ته وړاندې کړې، چې د کابینې لخوا په پرنسیب کې تصویب او د عدليې او لوړو زده کړو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه ترڅو د وړاندې شويو نظریاتو له مخې د مقررو طرحې نهايي کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د لیسانس دورې د زده کړو مقررې د طرحې محتویاتو په اړه وویل: «دا طرحه د لوړو زده کړو د ملکي قانون یو اویایمې مادې پر اساس جوړه شوې، چې د لاندې موخو درلودونکې ده: د لوړو زده کړو موسسو د محصلانو معیاري زده کړې، د زده کړو سیسټم معیاري کول، د محصلانو د فعالیتونو پراختيا، ځواکمنتیا او وده، د محصل محورۍ د تحقق لپاره لاره برابرول، لوړو زده کړو موسسو کې د دولسم او څوارلسم ټولګیو د فارغانو شمولیت تنظیمول، د محصلانو د تبدیلۍ اړوند چارو تنظیم او لوړو زده کړو موسسو کې د اکاډمیک ثبات تأمینول».

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوړو زده کړو وزارت د دندو د تنظیم مقررې د طرحې په هکله داسې وویل: «د قانون حاکمیت، د ادارې سم مدیریت، د لوړو زده کړو د تحصیلي نظام د پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو د جریان تنظیم، د کمیت د ودې لپاره زمينه برابرول او په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو کې علمي تاثیر لرونکي څېړنې، د استخدام د تګلارې ښه والی او د اداري اصلاحاتو تطبيقول د نوموړې مقررې له اهدافو څخه دي».

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو اړوند اداري بستونو د تحریري ازموینې د پایلو اعلان جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ.

 

 

لینک
نوټ: هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي د دغه وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري به د مصاحبې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۵:۲۷
Background image

د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څېړني، تاليف او ژباړې ریاست کمپيوټرونو او برښنا ذخیرې تهیه . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې، په افغانستان کې د یوناما له مرستیال او د یونسکو له سرپرستې سره وکتل. 


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه یادو استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د لوړو زده کړو وزارت روانو چارو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې موږ له خپلې بودیجې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۴:۴۸
Background image

د امارتي تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د څېړنو او نوښتونو تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.


یاد ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوی و؛ په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو او کتابتونو د تجهیز څرنګوالي، کاري پلانونو، د یادو مرستیالانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۴:۵۸
Background image

د امارتي تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د کاري فعالیتونو د ښه والي او همغږۍ په موخه دری ورځنی ورکشاپ دایر شو. 


په یاد ورکشاپ کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوی، د یادو مرستیالانو تر منځ د دندو لایحو پر تفکیک، په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو او کتابتونو. . .

BACK TO NEWS