د بدخسشان پوهنتون او غور لوړو زده کړو موسسې لپاره د کمپیوټر لب جوړولو پروژه چې دوه لاټه ده
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/GOVD-ON/1400/NCB/G-047(L1,L2
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د بدخشان پوهنتون او غور لوړو زده کړو موسسې کمپیوټر لب جوړولو په پروژه کې ګډون وکړي چې دوه لاټه ده او د داوطلبۍ شمېره یې MOHE/GOVD-ON/1400/NCB/G-047 ده او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړانډې کړي.
شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ:
له www.npa.gov.af ،www.ageops.net وېبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست. د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۵/۲/۱۴۰۰ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۱۵مه، د چهارشنبې ورځ په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې تر سره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.
د آفر د ضمانت بیه:
۱ـ اول لاټ (بدخشان پوهنتون) ۱۲۰،۰۰۰ افغانۍ
۲ـ دویم لاټ (غور لوړو زده کړو موسسه) ۱۱۰،۰۰۰ افغانۍ
د دواړو لاټونو د تضمین ټولګه: ۲۳۰،۰۰۰ افغانۍ
د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوند پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.
د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.
یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۵مه، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي. د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸