د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پراختيا مشورتي بورډ غونډه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوه

safiullah_user
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۸:۱۹
gg

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بری صدیقي، د آزموينو د ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش، د لوړو زده کړو وزارت یو شمیر مرکزي رئيسانو او د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د محصلانو ستونزو د حل په اړه د مسوولينو کاري راپور واوریدل شو او له هر اړخیزو خبرو وروسته پریکړه وشوه چې د خصوصي لوړو زده کړو هغه شمیر بنسټونه چې د شپږو میاشتو په تیریدو سره یې تر اوسه د آزموينو ملي ادارې او له هغې لارې یې د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو ریاست ته د خپلو خزاني سمسټرونو د کانکور آزموينې نتایجو په لیږلو کې ځنډ کړی، د (۱۳۹۸) د کب تر (۱) نیټې پورې وخت لري تر څو خپل نتایج ولیږي؛ له دې نه بغیر به یې په یاد سمسټر کې د محصلانو شاملیدل د لوړو زده کړو وزارت په وړاندې قانوني مشروعيت ونلري او د دې بنسټونو د (۱۳۹۹) کانکور آزموينه به هم و نه منل شي چې وروسته مسوولیت به یې د یادو بنسټونو په خپله غاړه وي؛ همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسساتو اتحادیې ځانګړې ملي کميټه به هم د دغو بنسټونو اړوندو څانګو د تعليق په هکله تصمیم ونیسي.

dd


په یاده غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د آزموينو اخيستلو طرزالعمل چې د ځانګړې کميټې له لوري له وړاندې چمتو شوی و، د تائید وړ وګرځید؛ همدا ډول بورډ د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د کانکور آزموينې د اخیستلو په اساس د ځانګړې کميټې وړاندیز هم تائيد کړ تر څو د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو عمومي آزموينه په پسرلني سمسټر کې د ۱۳۹۸ د کب له ۱۰ نيټې څخه د کب تر ۳۰ نیټې پورې او د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو پسرلنۍ متفرقه آزموينه د وري له اولې نیټې نیولې تر لسمې نیټې پورې اخیستل کیږي.
د جدید الشمول محصلانو لپاره د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د پسرلني سمسټر پیل هم د وري میاشتې له (۱۵) تر (۲۰) پوري وټاکل شو.
د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي لارښوونه وکړه تر څو ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت له اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونو په اړه د معلوماتو کتاب د يونيسكو د اطلاعاتو نړیوال مرکز
National Information Center (NIC)
په نوم د لوړو زده کړو وزارت په ویب سايټ کې چې وروسته به د يونيسكو سازمان (UNESCO) او د سويلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان (SAARC)
په وسیله د ګټې اخیستنې وړ وګرځي، تدوین او چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي سره ولیدل او د یاد ولایت په تحصیلي حالت یې تفصیلي خبرې وکړې

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په هیواد کې د لوړو زده کړو وزارت پراختیایې پروګرامونو او پلانونو، په ځانګړې توګه د پوهنتونو د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۹:۵۹
Background image

د افغانستان لوړې زده کړې د پرمختګ او نړیوال اعتبار نوي پړاو ته داخليږي

د توکیو ۲۰۱۱ کنوانسیون سره د افغانستان الحاق د هېواد د کابینې له لوري تایید شو.
د توکیو ۲۰۱۱ کنوانسیون د آسیا او آرام سمندر په حوزه کې د وړتياوو او تحصيلي مدارکو د پيژندنې لپاره علمي. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۸:۱۹
Background image

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پراختيا مشورتي بورډ غونډه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوه

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بری صدیقي، د آزموينو د ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش، د لوړو زده کړو وزارت یو شمیر مرکزي رئيسانو او د. . .

BACK TO NEWS