د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کابل کې د ماسټرۍ پنځو برنامو لپاره د شمولیت په موخه له سلګونو علماءکرامو تحریري ازموینه واخیسته.

د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کابل کې د ماسټرۍ پنځو برنامو لپاره د شمولیت په موخه له سلګونو علماءکرامو تحریري ازموینه واخیسته.
په همدې موخه جوړه شوې پرانیست غونډه کې، چې د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل، "د تېرو ۴۳ کلونو راهیسي علماء کرام په دې هڅه کې ول، چې افغان اولس او نوي نسل ته روزنه ورکړي او خدمت وکړي، چې خوشبختانه د ا.ا.ا لوړو زده کړو وزارت دوی ته د یاد خدمت زمینه برابره کړه."
ښاغلي حقاني د ازموینې پر شفافیت د تاکید ترڅنګ وویل، "له ازموینې وروسته بریالي شویو کسانو ته موږ د لیلې او اړوند نور لازم سهولتونه برابر وو؛ نو دوی باید تر هر چا زیات کار او خدمت وکړي، د مسلمانانو ضرورتونه پوره کړي او راتلونکي کې داسې خلک وروزي چې نورو ته نمونه شي ."
د یادونې وړ ده، چې لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست اړوند د مرکز کابل د پنځو تخصصي( تفسیر، حدیث، دعوت، فقه او قضا او اسلامي اقتصاد او بانکداري) ماسټرۍ پروګرامونو شمولیت په موخه، چې شاوخوا ۴۵۰ استادانو ثبت نام کړی وو، له ګډون کوونکو یې تحریري ازموینه واخیستل شوه او له دوی تقریري ازموینه به د همدې اونۍ د یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو په وزارت کې اخیستل کېږي.