د علمي چارو معینیت
د علمي معینیت پیژندنه: تشکیلاتی جوړښت، دندې او فعالیتونه
د لوړو زده کړو وزارت ټول علمي او اداري چارې د درې معینیتونو تر ادارې لاندې پرمخ بیول کیږي چې هغه د علمي چارو ، د محصلانو چارو او اداري چارو معینیتونه دي.
د علمی چارو معینیت
اوسمهال محترم ډکتور لطف الله خیرخواه د علمی چارو د معین په توګه دنده ترسره کوي. ډکتور خیرخواه خپلې زده کړې د پي.ایچ.دي. تر کچې په اسلام آباد نړیوال پوهنتون کې د تفسیر او علوم القران په برخه کې سرته رسولی دی.
هغه چارې چې د علمي معینیت تر څارنې لاندی ترسره کیږي
- د لوړو زده کړو په موسسو کې د علمي او څیړنیزو کادرونو د ظرفیت د لوړولو په منظور د علمي برنامو جوړول؛
- له دولتي ادارو او له خصوصی سکتور سره په همکارۍ کې له اړتیاوو سره سم د تخصصي څانګو تثبیت؛
- د لوړو زده کړو د موسسو د علمي کادر د غړو د تحصیلي کچې په لوړولو پورې د اړوندو چارو تنظیم؛
- د قانون له حکمونو سره سم د لوړو زده کړو د موسسو د علمي کادر د غړو د ټاکنې، بدلون او انفکاک د چارو سمون؛
- د علمي کادر د غړو د ترفیع منظوري او د علمي رتبې تثبیت؛
- د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د پلانونو تایید او تطبیق؛
- د فوق لیسانس تحصیلي دورو او زده کړه ییزو برنامو ته د لوړو زده کړو د موسسو د علمی کادر د غړو استول؛
- په ملي او بین المللي کچه د علمي برنامو جوړول؛
- د لوړو زده کړو د موسسو په علمي مجلو او خپرونو کې د علمي مقالو خپرول؛
10- نور هغه چارې چې د علمي معینیت له دندو سره تړاو لري.
د علمي معینیت تشکیلاتی جوړښت
الف) ریاستونه
د لوړو زده کړو وزارت علمي چارې د علمي معینیت تر نظر لاندې د اوه ریاستونو له خوا پرمخ بیول کیږي. هر یو ریاست له خپلو کړنو څخه علمي معینیت ته رپوټ ورکوي.
یاد شوي ریاستونه دادي:
- د علمي پروګرامونو د پراختیاریاست
- د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست
- د څیړنې، تالیف او ژباړنې ریاست
- د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست
- د پلان پالیسۍ او تقنین ریاست
- د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست
- د تحصیلي نصاب ریاست
ب) د اکادمیکو چارو مشاوریت
د اکادمیکو چارو مشاوریت، په اړوندو چارو کې اکادمیک ریاستونو ته مشوره ورکوي؛ همدا راز د اکادمیکو سندونو په اړوند له علمي معین سره خپل نظر شریکوي.
ج) سکرتریت
د علمي معینیت د دفتر اداري چارو سمبالول، د علمي معینیت د کار مهالویش جوړول او د مجلسونو دایرولو چارې سمبالول د سکرتریت له مهمو دندوڅخه دی.
د) د علمي معینیت شورا
علمي معینیت په خپل جوړښت کې یوه شورا هم لري چې د علمي معین تر مشرۍ لاندې دایریږي. د دې شورا غړي د اکادمیک برخو رئیسان او د اکادمیکو چارو سلاکار دی. دا شورا معمولاْ په اونۍ کې یو وار دایریږی؛ خو که په اجندا کې موضوعات لږ وي بیا په دوه اونیو کې یو وار دایریږي. د شورا په اجندا کې هغه موضوعات شاملیږي چې ټولیز بحث او زیات پام ته اړتیا ولري. د علمي پروګرامونو رئیس سربیره د شورا پر غړیتوب، د غونډې د منشي په توګه د غونډې اجندا جوړولو او د پریکړو ثبتولو دنده هم په غاړه لري.
د کړنو رپوټ
د اړوندو برخو رئیسان سربیره پر دې چې په ځانګړو وختونو کې رپوټونه چمتوکوي، د کال په پای کې خپل کالنی رپوټ هغې غونډې ته وړاندې کوي چې د علمي معینیت له خوا دایریږي. پر رپوټونو باندې بحث کیږي او نیمګړتیاوې یې په ګوته کیږي څو په راتلونکې پلان کې د هغو د اصلاح په هکله اقدام وشي.
پلان
د اړوندو برخو ټول رئیسان د هرکال د کب میاشتې په آخري اونۍ کې خپل د راتلونکي کال پلانونه د وزارت ستراتیژیک پلان پر بنسټ وړاندې کوي چې له بحث څخه وروسته اصلاح او پلي کولو لپاره چمتو کیږي.
د علمي چارو معینیت په مستقیمه توګه یا په غیر مستقیمه توګه د پلانونو له پلي کیدو څخه څارنه کوي.
×××××
Latest announcements
مطبوعاتي بلنلیک!
په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .