د قزاقستان هېواد د لېسانس دورې بورسیې رقابتي ازموینه نن په لوړو زده کړو وزارت کې واخیستل شوه
د افغانستان او قزاقستان هېواد لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د قزاقستان هېواد هر کال د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه ۳۰ تحصیلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکوي چې له هغو څخه ۱۶ بورسونه د لېسانس په کچه (ساختماني انجیرۍ، اقتصاد، کرنې او کانونو جیولوجي) په برخه کې دي.
په نننۍ رقابتي ازموینه کې چې د لېسانس بورسیې نوماندانو څخه واخیستل شوه له ټول هېواد څخه د کانکور لوړو نومرو پر بنسټ ۵۰ کسانو ګډون کړی وو چې له هغو څخه به ۱۶ کسان د لېسانس په کچه د لوړو نومرو پر بنسټ وټاکل شي.
نننۍ ازموینه د قزاقستان هېواد او لوړو زده کړو وزارت یوه ګډ پلاوي لخوا وڅارل شوه.
د یادونې وړ ده چې د قزاقستان هېواد د ماسټرۍ او دوکتورا دورې بورسیو له نوماندانو څخه پرون ازموینه واخیستل شوه.