د لوړو زدهکړو وزارت مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت بیاکتنې کمیټې نوبتي غونډه جوړه شوه
د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښټ څخه بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه نن د همدې وزارت مالي او اداري معین نوراحمد دروېش په مشرۍ جوړه شوه او په مطرح شویو موضوعاتو بحث او تبادل نظر وشو.
د اجنډا له مخې په غونډه کې د دغه وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو مسوولانو د خپلو اړوندو ریاستونو تشکیلاتي جوړښت د پرزنټېشن له لارې وړاندې کړ، د یادو ریاستونو تشکیلاتي جوړښت د اغېزناکتیا او پیاوړتیا لپاره تخنیکي نظرونه او وړاندیزونه وړاندې شول.
په یاده غونډه کې د اکاډمیکې څارنې او ارزونې، کورني تفتیش او د خصوصي او دولتي زدکړیالانو ریاستونو پر تشکیلاتي جوړښټ بحث وشو.
مالي او اداري معین نور احمد درویش په وینا د وزارت مرکزي ادارو تشکیلاتي جوړښت څخه د بیا کتنې موخه د هېواد د لوړو زده کړو له نظام سره سم او معیاري سیستم رامنځته کول دي.
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښت څخه د بیا کتنې پروسې ته د چټکتیا په ورکولو ټينګار تر څنګ د کمېټې له غړو وغوښتل چې په پوره غور او د هېواد شته اسانتیاوو ته په کتو سره یې نهايي کړي.