د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني د پاکستان له دوو پوهنتونونو څخه د لېدنې پر مهال وويل، چې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ لپاره د ساينس او ټکنالوژۍ پياوړتيا ته جدي اړتيا ده
۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني د پاکستان له دوو پوهنتونونو څخه د لېدنې پر مهال وويل، چې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ لپاره د ساينس او ټکنالوژۍ پياوړتيا ته جدي اړتيا ده.
مولوي عبدالباقي حقاني په پاکستان کې د نسټ NUST پوهنتون ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې یو له مخکښو پوهنتونونو څخه دی، د دې پوهنتون له چارواکو څخه په دې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه د افغانستان په پرمختګ کې له ساینس او ټکنالوژۍ څخه په اغېزمنې ګټې اخېستنې ټېنګار وکړ او دې برخې ته یې پاملرنه د لوړو زده کړو وزارت یو له لومړیتوبونو څخه یاد کړ.
له بلې خوا د ياد شوي پوهنتون مسوولينو ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به د افغانستان له پوهنتونونو سره له هېڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
دوی ژمنه وکړه چې د افغان ځوانانو لپاره به بورسونه(سکالرشیپونه) زیات کړي او د افغان ښوونکو د علمي ظرفیت په لوړولو کې به مرسته وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همداراز د پېښور پوهنتون له مسوولینو سره د علمي همکاریو په اړه خبرې وکړې چې د یاد پوهنتون مسؤلینو ورسره په بېلابېلو برخو کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.