د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په خپل کاري دفتر کې، د بنګله دیش هېواد «د ښځو لپاره اسیایي پوهنتون،» له رئیس سره وکتل.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۶:۱۲
a

۱۴۴۳/۱۱/۲۷
۱۴۰۱/۴/۶
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په خپل کاري دفتر کې، د بنګله دیش هېواد «د ښځو لپاره اسیایي پوهنتون،» له رئیس سره وکتل. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، خپلو خبرو کې د افغانستان او بنګله دیش هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان او بنګله دېش ګډ دیني او کلتوري ارزښتونه لري او په سختو شرایطو کې یې له یو بل سره مرستې کړي دي. 
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د افغانستان تحصیلي بهیر په نورمال ډول روان دی، خو د معیاري کولو او نړیوالو ستندردونو سره د سمولو لپاره یې، د نړۍ او په ځانګړي ډول ګاونډیو او سیمې هېوادونو مرستو ته اړتیا لرو.
همدارنګه د ښځو لپاره د بنګله دیش اسیایي پوهنتون رئیس ډاکټر کمال د دغه پوهنتون په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په یاد پوهنتون کې یوازې ښځينه محصلانې زده کړې کوي. نوموړي په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره په تحصیلي برخو کې تر خپلې وسې هر ډول همکاریو ته تیاری وښود او په مختلفو څانګو کې یې د افغان ښځينه محصلانو لپاره د  ۶۰۰ تحصیلي بوروسنو ژمنه هم وکړه.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS