د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل کاري سفر په دوام کې د سمنګانو د والي، مرستیال والي او استخباراتو رئیس په ملتیا د دغه ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یادې لیدنې پر مهال، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، په سمنګانو ولایت کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي او زېربنایي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې. دغه راز په یاد ولایت کې یې د لوړو زده کړو پر پرمختګ او کیفیت لوړولو ټینګار وکړ او د سمنګانو له والي څخه یې وغوښتل چې د یادو پروګرامو د پلي کولو په برخه کې همکاري ورسره وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې مدرسې مدرسینو او طالب العمانو ته سپارښتنه وکړه چې د وخت ضایع کوونکو وسایلو د مخنیوي، سالمي فکري او عقیدوي روزنې او د دښمنانو د دسیسو شنډولو په برخه کې هڅې او له خپل نظام سره همکاري وکړي.
وروسته د سمنګانو والي مولوي عبدالاحد حاجي فضلی صاحب د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر له ورتګ څخه مننه وکړه، د یادو پروګرامونو د پلي کولو او په دغه ولایت کې یې د لوړو زده کړو د پراختیا په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۶هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۳۰هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۱م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر