د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون له مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او د ولایت مقام له مسؤلینو سره په یوه غونډه کې وکتل.
په پیل کې د پکتیا پوهنتون مسؤلینو د یاد پوهنتون د تشکیلاتي جوړښت، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره یې د یاد پوهنتون یو لړ ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیا پوهنتون د استادانو لپاره د نومرو، د پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون او لابراتوارونو د تجهیز په برخه کې د یاد پوهنتون له مسؤلینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه نوموړي د تضمین کیفیت درېیم پړاو ته د داخلېدو لپاره د پکتیا پوهنتون پر تیاري خوښي وښوده او هغه یې د دوی حق وباله. دغه راز زیاته یې کړه چې د استادانو د تقرر په برخه کې مو ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.