د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په بهیر کې د کندهار پوهنتون د مختلفو پوهنځيو له تدریسي چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب یې هم ملیتا کوله، د کندهار پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو تدریسي چارې له نیږدې وکتلې، د یاد پوهنتون له استادانو او محصلینو سره د لیدنې پر مهال یې د ا.ا.ا د پالیسو پر عملي کولو ټينګار وکړ.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد پوهنتون له نیمه کاره تدریسي ودانیو څخه لیدنه وکړه او د نیمه کاره ودانیو د تکمیل په برخه کې یې د یاد پوهنتونه له مسؤلینو سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۵/۲۶هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۹.ش ۲۰۲۲/۱۲/۲۰م