د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له صدري، قلبي او وعایي ناروغیو انستیتیوت څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۳:۳۸
ffdssdfdfsds

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په صدري، قلبي او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې له ناروغانو، ډاکټرانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره وکتل. له لیدنو سربېره یې طبي، اداري او خدماتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې په ټولو وظیفوي چارو کې وزارت ستاسو سره همکار دی.
همدارنګه یې د یاد انستیتیوت له ډاکټرانو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې هېوادوالو ته د لا ښو خدمتونو وړاندي کولو په برخه کې شته ستونزې او اړتیاوې په نښه او له وزارت سره شریکې کړي.  
د یادونې وړ ده چې سرپرست وزیر له اداري، او پي ډي، اې سي جي، لابراتوار، بسترخونو او رادیولوژي څانګو څخه هم لیدنه وکړه، د نوموړو څانګو مسؤلینو ستونزې یې واورېدې او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۵:۴۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (43) مادې د (2) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د وزارت مرکزي دفترونو لپاره د اړتیا وړ د ټکنالوژي وسایلو د تهیه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

خبرتیا !

دلوړو زده کرو وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود(رض) جامعه په پام کې لري، چی د (۱۴۰۲)لمریز کال تخصص فی الافتاء والقضاء څانګې لپاره نوي فاضلان جذب کړي.
علاقمندان کولای شي له چهارشنبه (۲۰/۲ . . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۵:۵۳
Background image

د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لومړي پړاو کلستر خبرتيا !

د وزارتونو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو هغه علمي کادري غړو کوم چې د ګډون کونکو په نوملړ کې شامل دي، د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره په لیدنه کې د صنعت، تجارت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو ستاینه وکړه. نوموړي د افغانستان او چین تر منځ د ښو اړیکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد له سفیر سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم صاحب د پاکستان هېواد سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او نیکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۴:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون له مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او د ولایت مقام له مسؤلینو سره په یوه غونډه کې وکتل.

په پیل کې د پکتیا پوهنتون مسؤلینو د یاد پوهنتون د تشکیلاتي جوړښت، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره یې د یاد پوهنتون یو لړ ستونزې او. . .

BACK TO NEWS