د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون د مختلفو برخو د ارزونې پر مهال، د دغه پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون مختلفې برخې وارزولې او د چارو د ښه ترسراوي په موخه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد پوهنتون له مسؤلینو او استادانو سره په ناسته کې، د تشکیلاتي جوړښت، علمي پروګرامونو، د تدریس کیفیت لوړونې، د استادانو او محصلانو د ستونزو د حل او نورو اړوندو برخو د ځواکمنتیا په اړه بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې د ا.ا.ا خپلو امکاناتو ته په کتو د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې لري، چې یو پر بل پسې به عملي شي.
وروسته د کندهار پوهنتون مسؤلینو یاد پوهنتون ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ورتګ خوښي وښوده، د خپلو فعالیتونو، پروګرامونو او ستونزو په اړه یې معلومات ورسره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۶/۲۴هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۲۷هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۱۷م