د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير په ملي شورا کې د خلکو له يو شمېر وکیلانو سره وليدل
د لوړو زده کړو سرپرست او نوماند وزیر دکتور عباس بصیر په بیلابیلو لیدنو کې د ملي شورا له یو شمېر وکیلانو، لوړو پوړو حکومتي چارواکو او د هېواد د مختلفو قشرونو له مشرانو او استازو سره د هېواد د لوړو زده کړو وضعیت د ښه والي په موخه پر خپلو پروګرامونو خبرې وکړې او په افغانستان کې يې د لوړو زده کړو د پرمختګ او ودې لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
راغلو مېلمنو دکتور عباس بصیر ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په توګه د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ ترڅنګ، هغه ته د بریالیتوبونو غوښتنه وکړه او نوموړی يې د لوړو زده کړو نظام د تقویت په برخه کې یو غوره شخصیت وباله.