د لوړو زده کړو وزارت او تخنيکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ګډه ناسته ترسره شوه

1443/10/18
1401/2/29
د لوړو زده کړو وزارت او تخنيکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د تخنيکي او مسلکي تعلیماتو اداري پلاوي د يادې ادارې د چارو د لا پياوړتیا، استادانو او محصلانو د ظرفيت لوړونې په موخه خپل ضرورتونه وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخواه د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د اداري پلاوي د قدرداني ترڅنګ د ځوانانو لپاره د ښه تحصيل د زمينې برابرو لپاره د لوړو زده کړو د وزارت د هر اړخېز ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، چې د دوو بنسټونو ګډه همکاري د محصلانو د مسلکي او تخصصي پوهي د انتقال سبب ګرځي.
ښاغلي خيرخواه په خپلو خبرو کې تاکيد وکړ، چې محصلان زیات ضرورت لري، چې په عملي ډول خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او ضرورت دی چې په دې اړه لا ډېرې هڅې وشي.
د يادونې وړ ده، چې دا د لوړو زده کړو وزارت او د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د ادارې دويمه ناسته وه او پرېکړه وشوه چې په راتلونکي کې به دا ډول ناستې دوام ولري.