د لوړو زده کړو وزارت او طبي شورا ترمنځ د همغږۍ ناسته د محصلانو چارو معین په مشرۍ ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د لوړو زده کړو بنسټونو په ځانګړي ډول طبي برخو د کیفیت او معیاري کولو په اړه د وزارت د رهبرۍ پر هڅو خبرې وکړې.
وروسته ډاکټر ګل محمد عثمان د طبي شورا عمومي رئیس د شورا د لاسته راوړنو، فعالیتونو او دندو په اړه معلومات وړاندي کړل او ترڅنګ یې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د اجنډا پر اساس خبرې وکړې او د اجنډا مطابق يې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندي کړل او لازمې پریکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په نوموړي غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت او طبي شورا ترمنځ د (EXIT EXAM) ازموینې اخیستلو د څرنګوالي پر یوه نوي هوکړه لیک بحث وشو.