د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا غونډه جوړه شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۳:۵۳
g

په دې غونډه کې د دولتي زدکړیالانو چارو، د خصوصي زدکړیالانو چارو، د بهرنیو سندونو د ارزونې رئیسانو او د زدکړیالانو د خدمتونو د انسجام آمر شتون درلود.

د غونډې په لړ کې د راپور وړاندې کولو او د مخکنیو پرېکړو له پلي کېدو څخه د ډاډمنتیا ترڅنګ د افغانستان د لویو ښارونو د قرنطین د احتمالي غزولو او د ۱۴۰۰ کال د تحصیلي سمسترونو د اکاډمیک مهالوېش او د اجنډا اړوند مسایلو په اړه هراړخیز بحثونه وشول.

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو مرستیال سید فرهاد شهید زاده د غږیزې اړیکې له لارې په دې برخه کې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مشرتابه سره په بشپړې همغږۍ سره د ښو خدمتونو ترسره کولو د سیسټم سمون لپاره او د مشخصو طرحو وړاندې کولو لپاره لازم تدابیر وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د دغه وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو سره د اختر مبارکي وکړه

په اصولو او مقرراتو درېدل او له مراجعینو سره غوره چلند د ملکي خدمتونو د یوې ادارې د هر مامور اساسي مکلفیت دی او اړینه ده چې پام ورته وشي.

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۳
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د مصر له سفیر سره وکتل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په کابل کې د مصر له سفیر احمد اسماعیل عثمان سره د لیدنې پر مهال د اکاډمیکو همکاریو او د هغه هېواد تحصیلي بورسونو د پروسې د بشپړېدو او قبولۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۰:۵۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او موسسو کمېسیون ناسته وشوه

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او موسسو کمېسیون نوبتي ناسته نن د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په مشرۍ وشوه.

دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر سربېره علمي معین پوهنمل. . .

BACK TO NEWS