د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا نوبتي غونډه د دغه وزارت د محصلانو چارو معين مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۹:۴۵
dsfsdsdsdfsfd

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین په چارو کې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او له مراجعینو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ او له اړوندو رئیسانو یې وغوښتل، چې د خپلو ادارو نظم او ډسپلین ته زیاته پاملرنه وکړي.
وروسته اجنډا سره سم د غونډې غړو د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ماسټرۍ پروګرامونو د هغو محصلینو چې خلاف رشته جذب شوي د اسنادو په ارزونې، په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د بې اساسه محصلینو، د څوارلسم پاس محصلینو د اسنادو له پروسې څخه د تېرېدو څرنګوالی، چې د خصوصي لوړو زده کړو مقرراتو او اصولو خلاف د لوړو زده کړو په خصوصي بنسټونو کې جذب شوي او دغه راز د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د یو شمېر محصلینو او فارغانو په انفرادي ستونزو بحث او نظرونه تبادله شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې، په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا تر نامه لاندې دوه ورځنی ملي کنفرانس دایر شو

 

د دغه کنفرانس په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چې د امارتي تحصیلي نهادونو ترڅنګ، خصوصي تحصیلي نهادونو هم د علمي کنفرانسونو لړۍ پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS