د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د دې وزارت د مرکزي ادارو د کارکوونکو د حالت له پوښتنې او څارنې تر څنګ، هغوی خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، په داسې حال کې چې ځينو رئیسانو یې هم ملتیا کوله، د دې وزارت د مرکزي ادارو د کار کوونکو د روغتیا د پوښتنې تر څنګ، د هغوی له کاري پروسې څخه څارنه وکړه او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه او لوړه روحیه ترسره کړي.
همدارنګه نوموړي د کاري چاپېریال پاک ساتنه، زرغونتیا، ښه حاضري او ډسپلین ته پاملرنه د مسؤلیت منونکو کار کوونکو له صفتونو څخه وباله او ټینګار یې پرې وکړ.