د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د یاد وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست د نشراتي او چاپي فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۷:۴۴
rfgsdgrfhr

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست د نشراتي او چاپي فعالیتونو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد ریاست د مسلکي او تخنیکي برخو د مسؤلینو غوښتنې او ستونزې واورېدې.
نوموړي په یاده لیدنه کې د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه قدردانی وکړ او ویې ویل، چې د دوى د ستونزو په حل کې به مالي امکاناتو ته پاملرنه وکړي. 
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست په خپل تشکیلاتي جوړښت کې درې ‌آمریتونه لري، چې د نشراتو او اطلاعاتو، مطبعې او عامه اړیکو آمریت پکې شامل دي او هر آمریت خپلې ورځنۍ چارې ښه په صداقت او اخلاص سره پرمخ وړي او هغه دندې، چې د ریاست مقام له لورې ورته سپارل کېږي ترسره کوي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د څارنې او ارزونې پلاوي د ګوهرشاد پوهنتون څارنه او ارزونه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د پرېکړې له مخې د یاد وزارت څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد په مشرۍ پلاوي چې، د علمي برنامو پراختیا او د خصوصي محصلانو چارو رئیسانو او د داخلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۴:۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د طلوع افتاب د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.


د څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد په مشرۍ د علمي برنامو د پراختیا رئیس، د تضمین کیفیت  او اعتبار ورکونې رئیس او د خصوصي محصلانو چارو ریاست استازي په ګډه د یادې مؤسسې ټولې علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۰:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر سره وکتل.


 د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدين حقاني سره، د متحده عربي اماراتو هېواد له لوري د شیخ زاید پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS