د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د دغه وزارت د بشري سرچینو ریاست ته په رسمي ډول د (HEMIS) معلوماتي سیسټم، د عملي کولو په موخه وسپارل شو.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل د یاد سیسټم په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې له دې سیسټم سره به د ادارو په چارو کې چټکتیا او روڼتیا رامنځته شي. دغه راز نوموړي زیاته کړه چې په دې سیسټم سره به اداري مراسلات په الکترونیکي ډول ترسره کېږي، چې د وخت سپما او په کارونو کې منظموالی رامنځته کوي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له هڅو او په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو له امله مننه وکړه او د (HEMIS) سیسټم یې اوسنیو پرمختګونو ته په کتو مهم وباله.
وروسته د یاد ریاست تخنیکي انجنیرانو د (HEMIS) سیسټم په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د بشري سرچینو ریاست کار کوونکو ته یې سیسټم وسپاره.