د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د شیخ زاید پوهنتون څخه څارنه او لیدنه وکړه.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۰:۵۴
asfffffffffffffffffffddddddddddddddd

د څارنې او ارزونې رئیس انجینر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د دعوت او ارشاد ریاست او تضمین کیفیت او اعتبارو ورکونې ریاست  ګډ پلاوي پرون ورځ د یاد پوهنتون علمي، تدریسي، اداري او مالي چارې وارزولې.   

نوموړي پلاوي د څلورو کاري ورځو په جریان کې د یاد پوهنتون له تدریسي روغتون، د زراعت له تحقیقاتي فارم، کتابتون، د محصلانو له لیلیې او نورو ګڼو ځایونو څخه لیدنه وکړه او اړوند چارې یې وارزولې او د دعوت ارشاد د اړوندو (امام او مبلغ) بستونو لپاره یې ازموینې واخیستې.

 همدارنګه یاد پلاوي د ژبو او ادبیاتو او حقوقو پوهنځیو په فراغت غونډو کې د ګډون سربېره استاذانو او فارغانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د علمي پرمختګ په برخه کې د وزارت لخوا د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

نېټه: سې شنبه
۱۴۴۴/۵/۱۲ هـ ق ـــ ۱۵ / ۹ / ۱۴۰۱ هـ ش ۲۰۲۲/۱۲/۶ م 
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

BACK TO NEWS