د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Sedcgjjnkkkkkuh

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د احکامو سره سم له بې وزلو مسلمانانو سره مرسته وشي.

 

محترم شیخ صاحب همدارنګه د رهبري شورا غړو او د لوړو زده کړو وزارت ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل کار په صبر ترسره کړي او د کارکوونکو ترمنځ یې په متقابل احترام او ښه چلند ټینګار وکړ، څو په کاري چارو کې لا زیاته همغږي رامنځته او د وزارت ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.

 

ورپسې د تېرې شورا پرېکړو ته تر کتنې وروسته د اجنداء سره سم د هغو تحصیلي نهادونو چې د اعتبار پنځه کلنه موده یې بشپړه شوې وه، د (۱۴۰۴ هـ.ش) د ماسټري برنامو لپاره د کانکور ازموینې پر څرنګوالي او تیارۍ او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او اړینې پرېکړې وشوې.

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رمضان المبارک ۴ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د کب ۱۴ مه

۲۰۲۵ م د مارچ ۴ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۵:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې موخه د علمي تجربو شریکول او محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول دي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء  محمد ندیم، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال  وویل: " د لوړو زده کړو وزارت به د هوکړې مطابق د کرنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري. . .

BACK TO NEWS