د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ تر سره شوه.

یاده ناسته چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت د مهمو مالي او اداري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او له اړوندو رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو پروګرامونو په سم ډول پلي کولو او چټکتیا کې لا ډېرې هڅې وکړي.
وروسته د ناستې غړو د مخکینیو ناستو پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او له اجنډا سره سم پر ټاکلو شویو موضوعات بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.